د سرمایهګذارۍ د تسهیل رئیس د کابل کېبل او لایف پرل فارما درملو جوړولو فابریکو څخه لیدنه وکړه
د سرمایهګذارۍ د تسهیل رئیس د کابل کېبل او لایف پرل فارما درملو جوړولو فابریکو څخه لیدنه وکړه
د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایهګذارۍ د تسهیل رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد، د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا کابل صنعتي پارکونو کې د کابل کېبل برېښنايي کېبلونو او لایف پرل فارما درملو جوړولو فابریکو څخه لیدنه وکړه.
محرمالحرام ۱۴مه/چنګاښ ۹مه.
د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس د یادو لیدنو پر مهال وویل چې د هېواد اوسنی مناسب اقتصادي چاپېریال او سرتاسري امنیت د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر پانګوال په افغانستان کې پانګونه وکړي. هغه زیاته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت مسؤولین هڅه کوي؛ ترڅو پانګوالو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې او د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته کړي.
ورپسې د کابل کېبل د برېښنايي کېبلونو فابریکې او لایف پرل فارما مسؤولولینو د خپلو فابریکو د تولیداتو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او ویې ویل چې یادو فابریکو کې یې سل ګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
په دې ليدنه کې د دواړو فابریکو مسؤولینو د برېښنا د کمښت او فابریکو د پراختیا لپاره د ځمکې د نشتوالي اړوند خپلې ستونزې د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس سره شریکې کړې چې د نوموړي له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شو.