د چارو ادارې لوی ریاست، مالي او اداري معاونیت اداري غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست، مالي او اداري معاونیت اداري غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې لوی ریاست، مالي او اداري معاونیت غونډه د مالي او اداري مرستیال، مولوي سیدحسن شاهاغا په مشرۍ او د بېلابېلو ریاستونو د رئیسانو او مرستیالانو په ګډون ترسره شوه.
یکشنبه، صفرالمظفر ۹مه/ زمري ۱۲مه.
د غونډې په پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د دعوت او ارشاد رئیس شیخ الحدیث بسم الله شاکر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د اسلامي نظام په ارزښت خبرې وکړې.
ورپسې د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستیال مولوي سید حسن شاهاغا وویل؛ مسؤولیت کوم امتیاز نه، بلکې لوی امانت ګڼل کېږي. باید کوښښ وکړو چې د اداء کولو وړتیا یې ځان کې پیدا کړو. تر هرڅه مخکې د ځان او خپلو ماتحتو ملګرو اصلاح او د اعمالو څارنې ته لومړیتوب ورکړو او له مادیاتو او نفسي خواهشاتو ځانونه وساتو.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د اړوندو ریاستونو ستونزې، غوښتنې او د کاري بهیر د چټکتیا اړوند وړاندیزونه واورېدل شول او د حل په موخه یې نظرونه شریک او لارو چارو باندې بحث وشو.
یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.