د قرارداد ورکړې خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب په پام کې لري ترڅو د نوروز اباد (ایمل مهمند) څلور لارې څخه د پولیسو تر دولسمې حوزې پورې د سړک د ساختماني چارو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/KM/1404/NCB/W-210 ده قدوس خیل لوژستیکي، خدماتي، سړک سازۍ او ساختماني چارو شرکت ته چې د جواز شمېره یې D-27113 ده او د پکتیا ولایت ګردیز ښار تخت شما هوټل ته مخامخ، خوست لین ګردیز مرکز کې موقعیت لري په مجموعي ډول د 146٫521٫444 (یو سلو شپږ څلوېښت میلیونه او پنځه سوه او یو ویشت زره او څلور سوه او څلور څلویښت) افغانیو په بدل کې ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.