د ۱۷مې ګڼې فرمان د عامه پوهاوي په موخه د لغمان ولایت مقام سره ناسته ترسره شوه

د ۱۷مې ګڼې فرمان د عامه پوهاوي په موخه د لغمان ولایت مقام سره ناسته ترسره شوه

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وږي میاشتې په ۲۲مه نېټه، د چارو ادارې لوی ریاست مطبوعاتي ټیم د لغمان ولایت مقام دفتر رئیس قاري شکرالله کاوون سره رسمي ناسته ترسره کړه او د یاد ولایت په کچه د ۱۷مې ګڼې فرمان اړوند لازم معلومات ور سره شريک شول.

په دغه ناسته کې د لغمان ولایت مقام له لوري راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وشوه. د ولایت مقام اړوندو ټولو ادارو او ولسوالیو ته سپارښتنه وشوه چې د یاد فرمان د تطبیق او عامه پوهاوي برخه کې د مطبوعاتي ټیم سره بشپړه همکاري وکړي.

همداراز د غونډې په ترڅ کې د ولایت مقام دفتر رئیس ته د ۱۷مې ګڼې فرمان چاپ شوې نسخې وسپارل شوې؛ ترڅو د اړوندو ادارو او عامه خلکو ترمنځ د اسانتیا او همغږۍ لپاره ترې استفاده وشي.

د یادونې وړ ده، چې د لغمان ولایت مرکز او ولسوالیو کې به د یاد فرمان د عامه پوهاوي په موخه بېلابېل تبلیغي او تعلیمي پیغامونه چاپ، خپاره او په عامه ځایونو کې نصب شي. سربېره پر دې به د فرمان چاپ شوې نسخې هم د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو ترمنځ وویشل شي؛ ترڅو د یاد فرمان موخې په پراخه کچه تر خلکو ورسېږي.