جلال اباد ښار کې د يو سوداګريز مارکیټ جوړولو قرارداد لاسلیک شو

د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رياست او المدينه مهندسي شرکت ترمنځ په جلال اباد ښار کې د يو سوداګريز مارکېټ جوړولو قرارداد لاسلیک شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن پنجشنبه«شعبان المعظم ۲۱مه/ کب ۲مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال، د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس، د پانګونې اسانتيا رئيس او د المدينه مهندسي او ودانیز شرکت رئيس ګډون کړی و.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي محمود شاه زاهد په خپلو خبرو کې وويل چې اسلامي امارت د يو هوسا او پخپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره هڅې کوي او په دې برخه کې د ټولو هغو پانګوالو چې په هېواد کې پانګونه کوي؛ ملاتړ کوي او په دې برخه کې ورته اسانتياوې برابروي.
همدا راز د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده په خپلو خبرو کې وويل چې پانګوال باید په هېواد کې پانګونه د خدمت او ثواب په نيت وکړي او په دې سره د خپلو هېوادوالو لاسنيوی وکړي، ترڅو په هېواد کې د بېکارۍ کچه ټيټه شي.
په دې ناسته کې د المدينه مهندسي شرکت رئيس الحاج نقيب الله مايار وردګ د يادې پروژې د جوړولو په اړه خپل ژمنتيا وښوده او زياته يې کړه چې ياد سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې به په معياري توګه او ټاکلي وخت ترسره کړي.
دا سوداګريز مارکېټ چې د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار په دوهمه ناحيه کې موقعيت لري؛ د ياد ولايت د ښاروالۍ په ۳۱۴۸ متره مربع ځمکه کې په اوو پوړونو کې د ۲۶۸،۹ ميليونه افغانيو په پانګونه د دوو کالونو په موده کې جوړيږي چې لومړي دوه پوړونه يې ځمکتل دي چې د موټرو پارکينګ لپاره ځانګړي شوي او په پورته پنځو منزلونو کې يې په مجموعي توګه ۱۶۷ دوکانونه په پام کې نيول شوي دي.
د دې غونډې په پای کې د چارو ادارې لوی رياست او المدينه مهندسي او ودانیز شرکت د مسؤولينو له لوري ياد قرارداد لاسليک شو او دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و؛ د خير په دعا پای ته ورسېده.