د کابل څلورو زونونو کې د هدیرو طرحې اړوند د ریاست الوزراء د حکم د تطبيق په موخه غونډه تر سره شوه

د کابل څلورو زونونو کې د هدیرو طرحې اړوند د ریاست الوزراء د حکم د تطبيق په موخه غونډه تر سره شوه

 

د چارو ادارې لوی ریاست د کابینې چارو د انسجام او عالي کمېسیونونو رئيس مولوی محمد صادق عاکف په مشرۍ د کابل څلورو زونونو کې د هدیرو طرحې اړوند د ریاست الوزراء د حکم د تطبيق په موخه غونډه تر سره شوه.

شنبه، ربیع الاول ۲۸مه/ وږي ۲۹مه.
ياده غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د کابینې چارو د انسجام او عالي کمېسیونونو رئيس، کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس، د اراضي ادارې، او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت استازو کډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د کابینې چارو د انسجام او عالي کمېسیونونو رئیس وویل: د کابل ښار اوسېدونکو د هديرو لپاره د مناسبې ځمکې د نشتوالي له امله ګڼې عریضې کړې وې چې د همدې عریضو پر بنسټ او د ا.ا.ا د ریاست‌الوزرا د حکم د تطبيق په اساس، د کابل ښاروالۍ، د اراضي ادارې او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د استازو په ګډون یو ګډ پلاوی ټاکل شوی وو څو یاده ستونزه وڅېړي او ورته رسېدنه وکړي.

ټاکل شوی پلاوي پرېکړه وکړه چې د يادې موخې لپاره یوه طرحه چمتو شي، چې په کې د کابل په څلورو زونونو کې د هديرو لپاره ځمکه وټاکل شوه. په دې طرحه کې د کابل شکردرې ولسوالۍ د کاریزک علیا کلی، د کابل موسهی ولسوالۍ د قلطغان کلی، د کابل بګراميو ولسوالۍ د بتخاک کلی، او د کابل چهاراسیاب ولسوالۍ د دامنه کوه قروغ کلی د هديرو لپاره مناسب ځايونه وټاکل شو، چې د مدیریت مسؤوليت یې د کابل ښاروالۍ او د ځمکې انتقال پروسه یې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شوه.


د غونډې په پای کې د کابینې چارو د انسجام او عالي کمېسیونونو رئیس د ياد پلاوي پريکړه تاييد کړه چې له مخې به یې د یادو څلورو زونونو د هديرو مدیریت د کابل ښاروالۍ پر غاړه وي او د ځمکې ملکیت به د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته انتقال شي.