د چارو ادارې لوی رئیس؛ اسلامي امارت په تحصیلي او تعلیمي ډګر کې د پام وړ لاسته راوړنې لري

د چارو ادارې لوی رئیس؛ اسلامي امارت په تحصیلي او تعلیمي ډګر کې د پام وړ لاسته راوړنې لري
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامې له نهو څانګو (فقه، تفسیر، پښتو، دري، تیسول، ټولنپوهنې، ښوونې او روزنې، ښوونیز مدیریت او ریاضي) څخه محصلین فارغ شول.
دغه غونډه نن یکشنبه، ۱۴۴۷ هـ.ق، صفر المظفر۱۶مه/ د ۱۴۰۴ هـ.ش، زمري۱۹مه، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د غونډو تالار کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون عمومي رئیس شیخ الحدیث سید بشیر اغا هاشمي او یو شمېر نورو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: د اشغال دورې په ټولو برخو کې ناخوالې رامنځته کړې وې، خلک یې له خپلو شرعي او انساني حقونو څخه محروم کړي وو، د افغانانو د پرمختګ پر وړاندې یې خنډونه جوړ او د ودې مخه یې نیولې وه؛ اوس اسلامي نظام دې برخې ته پوره متوجې دی او لا به یې پیاوړې کړي.
د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه: اسلامي امارت د تېرې ادارې برعکس، په تعلیمي او تحصیلي ډګر کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري، چې ورځ تر بلې د ظرفیت لوړونې او د دیني او عصري علومو په ټولو برخو کې د پرمختګ په حال کې دی.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون عمومي رئیس شیخ الحدیث سید بشیر اغا هاشمي وویل: د تېرې ادارې په شل کلنه دوره کې پنځه د ماسټرۍ برنامې موجودې وې، خو د اسلامي امارت څلور کلنې واکمني سره اوس یاد پوهنتون یوولس د ماسټرۍ برنامې لري. له دې ښکاري چې د نورو برخو په څېر اسلامي نظام د تعلیم په ډګر کې هم ژمن دی.
یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.