د پايلو پر بنسټ د کلني او ربعوار پلانونو او راپورونو ورکولو په اړه ورکشاپ ترسره شو

د پايلو پر بنسټ د کلني او ربعوار پلانونو او راپورونو ورکولو په اړه ورکشاپ ترسره شو

د چارو ادارې لوی رياست د پلان، ارزونې او امارت د راپورنو د تحليل رياست له لوري د امارتي شرکتونو لوی رياست او د ياد شرکت اړوند ټولو ادارو ته د پايلو پر بنسټ د کلني او ربعوار پلانونو او راپورونو ورکولو په اړه ورکشاپ ترسره شو.

۱۴۴۷هـ.ق، شوال‌المکرم ۲۷مه/ ۱۴۰۵هـ.ش، وري ۲۵مه.
دا ورکشاپ د چارو ادارې لوی رياست د امارت د پالیسۍ مرستیال مولوي نذير احمد ناصري په مشرۍ د چارو ادارې لوی رياست د‌ غونډو په تالار کې ترسره شو چې په کې د پلان، ارزونې او امارت د راپورونو د تحليل رئيس مولوي نعیم نصرت او د امارتي شرکتونو لوی رياست استازو ګډون کړی وو.

په دې‌ ورکشاپ کې د چارو ادارې لوی رياست د امارت د پاليسۍ مرستيال مولوي نذير احمد ناصري د کلني او ربعوار پلان جوړولو پر اهمیت خبرې وکړې او ټينګار یې وکړ چې د ادارو ترڅنګ په شخصي ژوند کې هم پلان جوړول د چارو د منظميدو لامل ګرځي.

نوموړي زياته کړه چې د پلان له مخې ادارې کولای شي چې خپل فعالیتونه په وخت تنظیم او ستونزې مشخصي کړي او بيا د يادو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

همدارنګه د چارو ادارې لوی رياست د پلان، ارزونې او امارت د راپورونو د تحليل رئيس مولوي نعیم نصرت هم په خپلو خبرو کې د پلان جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او زياته يې کړه چې منظم او دقیق پلان د اداري کارونو د ښه تطبیق، ارزونې او شفافيت کې مرسته کوي.

نوموړي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه اللّٰه تعالی د حکم له مخې د خپلو اړوندو وزارتونو او ادارو فعالیتونو راپورونه جوړ او د چارو ادارې لوی رياست سره دې شريک کړي؛ ترڅو له دې لارې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله مقام ته وړاندې شي.

دا ورکشاپ چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.