د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د کور او ښار جوړولو وزیر معرفت غونډه کې ګډون وکړ

د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د کور او ښار جوړولو وزیر معرفت غونډه کې ګډون وکړ
دا غونډه چې نن شنبه (محرم ۴مه/ چنګاښ ۹مه) د کور او ښار جوړولو وزارت د غونډو تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کور او ښار جوړولو نوي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخېل او يو شمېر نورو مسؤولینو برخه اخیستې وه.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل: موږ او تاسو په دې باور یو چې تعیینات او ټاکنې د اسلامي نظام او هیواد لپاره د خدمت وسیله ده، اسلامي نظام د الله تعالی د اوامرو او د خلکو د حقوقو په رعایت کولو مکلف دی.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور زیاته کړه: له ټاکنو او تعییناتو څخه موخه دا ده چې وړ اشخاص د نظام په مهمو برخو کې ځای پر ځای شي؛ ترڅو ادارې ځواکمنې، ظرفیتونه لوړ او خدمات د اسلامي اصولو پر بنسټ خلکو ته وړاندې شي.
نوموړي وویل: موږ او تاسو ټول ګډ مسؤولیت لرو چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره صادقانه او د اخلاص څخه ډک خدمت وکړو. مسؤولیت د ملت امانت دی، باید هڅه وکړو چې په سمه توگه یې اداء کړو.
د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل: تغییر او تبدیل د اسلامي نظام اصل دی، چې چارو کې د لا ښه پرمختګ سبب ګرځي، موږ خوښ یو چې اسلامي نظام کې خدمت کوو.
د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخېل وویل: اسلامي نظام کې صلاحیت او مسؤولیت وړ شخص ته ورکول کېږي. اسلامي امارت په دې هڅه کې دی چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو سره سیال کړي.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء پای ته ورسېده.