د امارت چارو انسجام مرستيال: د کورنیو توليداتو ملاتړ او تقويه د اسلامي امارت له پاليسیو څخه ده

د امارت چارو انسجام مرستيال: د کورنیو توليداتو ملاتړ او تقويه د اسلامي امارت له پاليسیو څخه ده
د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب د يؤ تخنيکي ټيم په ملتيا د خوړو او درملو توليدي فابريکو د دوا د کنټرول او کيفيت په خاطر د فارما هيلت فارميسيتکل درملو توليدي فابريکې له فعاليتونو څخه ليدنه ترسره کړه.
دغه ليدنه نن سه شنبه، ذوالقعده ۲۲مه/ غوايي ۳۰مه، د امارت چارو انسجام مرستيال په مشرۍ تر سره شوه چې په کې د چاپيريال ساتنې ملي ادارې د پاليسۍ او مسلکي معين ډاکټر ملا زين العابدين عابد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د خوړو او درملو معينيت استازو حضور درلود.
د نوموړې فابريکې مسؤولينو سره ليدنه کې د امارت چارو انسجام مرستيال وويل چې افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره پاليسي لري چې د هيواد کورنیو توليداتو ملاتړ يې په لومړیتوبونو کې قرار لري.
نوموړي دغه راز د فابريکې مسؤولينو څخه وغوښتل؛ ترڅو هيوادوالو ته ښه او باکيفيته درمل وړاندې کړي او په وينا يې چې اسلامي امارت هيواد ته د بې کيفيته درملو د قاچاق په مخنيوي کې ژمن ده او هڅه يې داده چې د کورنیو توليداتو ملاتړ وکړي؛ ترڅو باکيفيته درمل په کور دننه توليد کړي.
ورپسې د نوموړې فابريکې مسؤولينو د امارت چارو انسجام مرستيال په مشرۍ راغلي تخنيکي ټيم ته ښه راغلاست وويل او د امارت چارو دانسجام مرستيال څخه يې وغوښتل چې اسلامي امارت د درملو توليدي فابريکو څخه ملاتړ وکړي؛ ترڅو کورني توليدات لا نور هم پرمختګ وکړي او په خپلو پښو ودرېږي، همداراز یې د دغې فابريکې اړوند ځينې ستونزې له ښاغلي تائب سره شريکې کړې چې د نوموړي له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شو.
پای کې د امارت چارو انسجام مرستيال او تخنيکي ټيم لخوا د نوموړې فابريکې د دوا جوړولو مشينري، ذخیره، لابراتوار، ليبلنګ، بسته بندي او درملو کيفيت ارزونه ترسره شوه چې د ښاغلي تائب له لوري يې فعاليتونه وستايل شول.