د کابینې لسمه غونډه؛ هېواد ته د بې کیفیته تېلو د مخنیوي او راتلونکو مهاجرینو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په اړه بحث وشو
د کابینې لسمه غونډه؛ هېواد ته د بې کیفیته تېلو د مخنیوي او راتلونکو مهاجرینو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په اړه بحث وشو
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې لسمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ.ق کال د جمادی الاخر په ۱۰مه او د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د (لیندۍ) په ۱۰مه نېټه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه په کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او ځینې پرېکړې ونیول شوې.
غونډه کې هېواد ته د راتلونکو بې کیفیته تېلو د مخنیوي اړوند د ټاکلي هیئت وړاندیزونه وارزول شول او یو لړ پرېکړې په کې ترسره شوې؛ ترڅو په سمه توګه یې مخنیوی وشي.
همداراز د راتلونکو مهاجرینو اړوند بحث ترسره شو چې باید دوی ته اسانتیاوې رامنځته او په ښه توګه تر خپلو سیمو ورسول شي.
د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.