د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال زابل ولایت ته سفر وکړ.

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال زابل ولایت ته سفر وکړ.
یکشنبه: د ۱۴۴۷ هـ ق. صفر المظفر ۹ / د ۱۴۰۴ هـ ش. د زمري ۱۲.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال ښاغلي مفتي فرید احمد غزنوي او ورسره مل تخنیکي ټیم د زابل ولایت د پوهنې او عامې روغتیا ریاستونو او د دې ولایت ښاروالۍ کارکوونکو ته د ساده شویو اداري پروسو د نویو چمتو شویو لارښودونو د تشریح او توضیح په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې یې د زابل ولایت مرستیال والي مولوي محب الله حماس، د قلات ښاروال، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو رئیسانو سره وکتل.
ښاغلي مفتي فرید احمد غزنوي د پروسو د ساده کولو په هکله یادو مسؤولینو او کارکوونکو ته د نویو چمتو شویو طرحو ګټې او مراجعینو ته د رامنځته شویو اسانتیاوو په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل.
د زابل ولایت مرستیال والي د یاد ټيم په سفر د خوښۍ څرګندولو تر څنګ یادې برنامې د دې ولایت د کارکوونکو او ادارو فعالیتونو ته ګټورې او اغیزناکه یادې کړي، د اداري پروسو له ساده کېدو څخه یې خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په یاد ولایت کې به د ساده شویو پروسو طرحې په بشپړ ډول پلې کړي او له یادې برنامې یې پوره ملاتړ وکړ.