د سرمایهګذارۍ د تسهیل رئیس هرات کې له تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه
د سرمایهګذارۍ د تسهیل رئیس هرات کې له تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه
د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایهګذارۍ د تسهیل رئیس، مولوي انجنیر احمدضیاء خالد، هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د اوسپنې ویلې کولو، ودان سټیل، کابل فولاد، افغان فولاد او بېټرۍ د تولید له فابریکو څخه لیدنه وکړه او د هغوی د فعالیتونو څرنګوالي په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
چهارشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق محرمالحرام ۲۹مه/۱۴۰۵هـ.ش چنګاښ ۲۴مه.
مولوي انجنیر احمدضیا خالد د دغو فابریکو د اقتصادي فعالیتونو ستاینې ترڅنګ، پانګوال او صنعتکاران د هېواد اقتصادي ځواک وباله او څرګنده یې کړه چې د دوی د ستونزو حل لپاره به تر خپلې وسې همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د صنعتکارانو او پانګوالو خدمت ته چمتو دی او په دې برخه کې به له هېڅ ډول همکارۍ ډډه ونه کړي.
له بلې خوا، د ودان سټیل فابریکې یو تن مسؤول، محمد طاهر صاحبي، د دې فابریکې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل؛ دغه فابریکه د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې جوړه شوې چې هره ورځ له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ ټنه پورې سیخ تولیدوي. هغه زیاته کړه چې په دې فابریکه کې ۳۵۰ کسان په مستقیم ډول او ۷۰۰ کسان په غیرمستقیم ډول پر کار بوخت دي.
همدارنګه، د کابل فولاد فابریکې مسؤول، حاجي عصمتالله وردګ وویل چې دې فابریکې خپل فعالیت د ۸ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونه پیل کړی و، خو اوس یې د پانګونې کچه ۲۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. د نوموړي په وینا، دې فابریکې ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او هره ورځ ۶۰۰ ټنه سیخ تولیدوي.
د یادونې وړ ده چې د یاد سفر په ترڅ کې د بېټړۍ د تولید او افغان فولاد فابریکو د فعالیتونو او تولیداتو څخه هم لیدنه ترسره شوه.