د پالیسۍ او ستراتېژۍ ریاست او د چاپېریال ساتنې سکټور ترمنځ د همغږۍ دویمه غونډه وشوه

د پالیسۍ او ستراتېژۍ ریاست او د چاپېریال ساتنې سکټور ترمنځ د همغږۍ دویمه غونډه وشوه

د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او ستراتېژۍ رئيس مفتي عبدالواحد عثماني په مشرۍ او د چاپېریال ساتنې سکټور د استازو ترمنځ د کابل ښار چاپېریال ساتنې وضعیت او د چاپېریالي ستونزو د حل په اړه دویمه تعقیبي غونډه د نوموړي په کاري دفتر کې ترسره شوه.

دوشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق ربیع‌الاول ۱۷مه/۱۴۰۵هـ.ش وږي نهمه.
د یادې غونډې د پیل پرمهال د پالیسۍ او ستراتېژۍ رئیس مفتي عبدالواحد عثماني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د تیرې غونډې پریکړې شریکې او د یادې موضوع د اهمیت او چاپېریالي ستونزو د حل اړوند تفصیلي خبرې وکړې.

ورپسې ګډونوالو د چاپېریال ساتنې ریاست د کاري لومړیتوبونو په اړه د معلوماتو له وړاندې کولو سره، د ښاري ځنګل‌کارۍ طرحې، د هوا د ککړتیا کمولو پلان د پلي کېدو، د جامدو کثافاتو جامع مدیریت او د باراني اوبو راټولولو سیسټم د طرحو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. ګډونوالو د یادو طرحو د عملي کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او د کابل ښار د چاپېریالي وضعیت د ښه والي لپاره یې د اغېزناکو او عملي حل‌لارو پر موندلو خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې د پالیسۍ او ستراتېژۍ رئیس د ګډونوالو نظرونه، وړاندیزونه او لیدلوري واورېدل او د موضوع د لا ښه تنظیم او عملي کېدو په موخه یې د اړوندو طرحو د لا بشپړولو او عملي حل‌لارو موندلو برخه کې د ګډ کار پر دوام ټینګار وکړ.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.