د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د چارو ادارې لوی ریاست په پام کې لري چې د برېښنا برج جوړولو پروژه د چارو ادارې لوی ریاست په ۰۵ سیمه کې چې د تشخیصیه نمبر یې AOP/W-D/014/1403/NCB/RE دی، د کمال نیاز شریفي ساختماني شرکت ته، چې په کابل کې د میوند واټ، د لومړۍ ناحیې په مرکز کې موقعیت لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جواز شمېره 64714 لري، په ټولیز قیمت (۴۶۴. ۵٫۸۶۰٫۲۱۰) افغانۍ ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې څخه تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پتهد چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.