د چارو ادارې عمومي رئیس؛ زدهکړهییزې برنامې د اداري چارو د ښه والي لپاره مهمې دي
د چارو ادارې عمومي رئیس؛ زدهکړهییزې برنامې د اداري چارو د ښه والي لپاره مهمې دي
د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند د ملکي خدمتونو انسټیټوټ له لوري، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۶۳۰مې ګڼې حکم پر بنسټ، د وزارتونو او امارتي ادارو د دفتر رئیسانو لپاره د «فرامینو، احکامو، قوانینو او رهبرۍ» تر عنوان لاندې درېیمه نههورځنۍ زدهکړهییزه برنامه پای ته ورسېده.
دوشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق
صفرالمظفر ۲۶مه/۱۴۰۵ هـ.ش
زمري ۱۹مه.
یاده برنامه د مرکزي ادارو د دفتر رئیسانو په ګډون ترسره شوه چې په ترڅ کې یې ګډونوالو د اسلامي امارت د فرامینو، احکامو، قوانینو او رهبرۍ په برخو کې اړینې مسلکي او اداري زدهکړې ترلاسه کړې.
د چارو ادارې عمومي رئیس، شیخالحدیث مولوي نورالحق انور، د برنامې د پای په مراسمو کې وویل چې دا ډول زدهکړهییزې برنامې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د اداري چارو ښه والي او کاري بهیر د چټکتیا لپاره مهمې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د زدهکړو عملي کول د کاري بهیر په ښه والي او د اداري ستونزو لپاره د مناسبو حللارو په موندلو کې اغېزناک تمامېږي.
د چارو ادارې عمومي رئیس کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې په اداري چاپېریال کې له ناسالم چلند څخه ډډه وکړي، اداري اخلاق مراعات کړي، خپل اجراآت ښه او د باور وړ کاري فضا په رامنځته کولو کې اغېزناک رول ولوبوي.
بلخوا، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ رئیس حافظ اسدالله هارون وویل چې دغه انسټیټوټ په مرکز او ولایتونو کې د زرګونو ملکي کارکوونکو لپاره بېلابېلې زدهکړهییزې برنامې ترسره کړې دي.
نوموړي د کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړول د ادارو د کاري بهیر پر چټکتیا، د چارو ښه والي او د هېواد د اداري نظام د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.
د یادې برنامې په پای کې ګډونوالو ته د فراغت سندونه ورکړل شول او برنامه د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.