د چارو ادارې عمومي ریاست د کارکوونکو د روزنیزې اړتیا ارزونې پروګرام ترسره شو

د چارو ادارې عمومي ریاست د کارکوونکو د روزنیزې اړتیا ارزونې پروګرام ترسره شو

د چارو ادارې عمومي ریاست د غونډو په تالار کې د کارکوونکو د روزنیزې اړتیا ارزونې پروګرام د دې ادارې د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ ریاست له لوري، د ادارې د بېلابېلو برخو رئیسانو، مرستیالانو او کارپوهانو په ګډون ترسره شو.

۱۴۴۸هـ.ق محرم‌الحرام ۱۲مه/۱۴۰۵هـ.ش چنګاښ ۷مه.
د چارو ادارې عمومي ریاست د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ رئیس، اسدالله هارون، د ملکي خدمتونو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پر اهمیت د خبرو پر مهال وویل؛ په ۱۴۰۵ هـ.ش کال کې د مرکز او ولایتونو د بېلابېلو کچو لس زره کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې بېلابېل روزنیز پروګرامونه ترسره شول او سږ کال مو پلان دا دی چې شل زره ملکي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرامونه وړاندې کړو.

په دې بهیر کې د ادارې د مدیریتي بېلابېلو کچو لسګونو رئیسانو، امرینو او کارپوهانو ګډون کړی وو؛ ترڅو د راټولو شویو معلوماتو له ارزونې او تحلیل وروسته، روزنیزې اړتیاوې په دقیقه توګه وپېژندل شي او د هغو پر بنسټ مناسب روزنیز پروګرامونه طرحه او عملي شي.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.