کابل کې د خيرخوا سوداګريز مارکېټ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو

کابل کې د خيرخوا سوداګريز مارکېټ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو
کابل ښار کې د خيرخوا سوداګريز مارکېټ چې د جوړېدو چارې يې د عامه او خصوصي مشارکت پر بنسټ پيل شوې وې، ودانيزې چارې يې بشپړې شوې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه مراسم چې سه شنبه (شعبان المعظم ۱۲مه/ سلواغې ۲۳مه)ماښام ناوخته د خيرخوا سوداګريز مارکېټ کې جوړ شوي وو، په کې د رياست الوزراء عالي مقام اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د دفتر لوی رئيس ملا عبدالواسع خادم، د کابينې غړو، د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب، مالي او اداري مرستيال مولوي محمود شاه زاهد، د پانګونې اسانتيا رئيس مولوي انجينر احمد ضیاء خالد، د ادارې رئيسانو او پانګوالو ګډون کړی و.
په غونډه کې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي اقتصادي پياوړتيا د هېوادونو د پرمختګ بنسټ وباله او زياته يې کړه چې اسلامي امارت ژمن دی چې هېواد د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره په اقتصادي او نورو برخو کې سيال کړي.
د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو د انسجام مرستیال مولوي سیف الدین تائب وویل چې د چارو ادارې لوی ریاست په ټولو برخو کې د خپل ملت لپاره هر اړخیز خدمت ته ژمن دی او د خصوصي سکټور د ملاتړ ترڅنګ هڅه کوي چې خپل هېواد د ابادۍ لور ته سوق کړي.
په غونډه کې د رياست الوزراء د دفتر رئيس ملا عبدالواسع خادم وويل چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره ټول هېواد له ډاډمن امنيت څخه برخمن شو او په اوس وخت کې پانګوالو ته د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده، نوموړي له ټولو کورنيو او نړيوالو پانګوالو څخه وغوښتل چې له دې فرصت نه په استفاده په افغانستان کې پانګونه وکړي.
همدا راز د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجینر احمدضیاء خالد د يادې پروژې په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د خوښۍ ځای دی چې د اسیا په کچه د يوې ملي پروژې چارې بشپړې شوې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه، نوموړي په پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کار او ټولنيزو چارو وزير، ماليې وزارت مالي او اداري مرستيال او يو شمېر نورو مسؤولينو په خپلو خبرو کې له خصوصي سکتور څخه ملاتړ څرګند کړ او زياته يې کړه چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او لازمه ده چې په ګډه ورته کار وشي.
بل لور ته د خيرخوا سوداګريز مارکېټ رئيس محمد مختار شريفي د خيرخوا سوداګريز مارکېټ په ودانيزو چارو کې د اسلامي امارت د ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې ټولو اړوندو ادارو ورسره د ياد مارکېټ د چارو په سرته رسولو کې مسؤولانه او مخلصانه همکاري کړې ده او له ټولو پانګوالو څخه يې وغوښتل چې خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
خيرخوا سوداګریز مارکېټ په شاوخوا لس زره متره مربع امارتي ځمکه کې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست د عامه او خصوصي مشارکت د تړون له مخې د ۳۳ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
ياد مارکېټ نهه پوړه لري چې لومړني دوه پوړه «ځمکتل» يې د موټرو پارکينګ دی، پنځه منزلونه يې دوکانونه او پورته دوه منزلونه يې دفترونه دي او په مجموعي توګه شاوخوا ۱۲۰۰ دوکانونه او دفترونه لري. د ددغه مارکېټ د جوړېدو په چارو او ګټې اخيستنې پر مهال زرګونو تنو ته په مستقيمه او غير مستقيمه توګه د کار زمينه برابره شوې ده.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.