د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس پروان ولایت ته سفر وکړ

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس پروان ولایت ته سفر وکړ


د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس ښاغلي بریالي ابدالي او ورسره مل تخنیکي ټیم پروان ولایت د پوهنې ریاست او ښاروالۍ کارکوونکو ته د ساده شویو اداري پروسو د چمتو شویو لارښودونو د تشریح او توضیح په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

‏د یاد سفر ترڅ کې یې د پروان ولایت مرستیال والي الحاج ابوالوفاء عثماني د چاریکارو ښاروال او د پوهنې له رئیس سره وکتل.

ښاغلي بریالي ابدالي د یاد ولایت مرستیال والي سره لیدنه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د فعالیتونو او د یاد سفر په هکله معلومات ورکړل.

‏د پروان ولایت مرستیال والي د یاد ټيم په سفر د خوښي څرګندولو ترڅنګ یاده روزنیزه برنامه د دې ولایت د کارکوونکو او ادارو فعالیتونو ته ګټوره او اغیزناکه یاده کړه، د اداري پروسو له ساده کېدو یې خوښي وښوده او د لا زیاتو پروسو د ساده کولو غوښتنه یې وکړه او د ساده شویو پروسو د طرحو د بشپړ پلي کولو ډاډ یې ورکړ.

ښاغلي بریالي ابدالي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پروان ولایت سربیره د یاد ولایت غوربند ولسوالۍ ښاروالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ کارکوونکو ته یې د ساده شویو پروسو د نویو چمتو شویو طرحو د تشریح او توضیح په موخه روزنیزه برنامه جوړه کړه.

د یادونې وړ ده چې یادو روزنیزو برنامو کې د پروان ولایت مرکز او ولسوالیو سلګونه تنو کارکوونکو ګډون کړی وه.

‏همداراز یاد ولایت کې د لوړو زده کړو، کرنې او اوبو لګولو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند ولایتي څانګو له مسؤولینو سره لیدنه او د ساده شویو پروسو له پلي کېدو څخه څارنه ترسره شوه.