د قرارداد د ورکړې خبرتيا
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت په استازيتوب د ياد شرکت د اړتيا وړ بېلابېلو ټرانسپورټي وسایطو ۸ قلمه د تدارک پروژې قرارداد (دوه لاټه) چې د دواطلبۍ شمېره يې NPD/SOCGD/NCEC/1403/G-920/NCB/Rebid ده، د ميهن اعتماد لوژستيکي خدماتي شرکت ته چې د جواز شمېره يې D-82970 ده او د افغانستان- کابل، شهرنو، حاجي يعقوب څلور لارې کې موقعيت لري؛ په مجموعي قيمت 63,840,000 (دري شپېته ميليونه، اته سوه څلويښت زره افغانۍ) په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.