د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د چارو ادارې لوی رياست په پام کې لري، چې د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ساحوي دفتر جوړولو قرارداد چې د داوطلبۍ شمېره يې AOP/W-D/018/1403/NCB دی، د پيمان ودانيز شرکت چې د کابل مرکز په دشت برچي په ۱۳مه ناحيه کې موقعيت لري او د جواز نمبر يې 68199D- دی، په مجموعي قيمت په (3.634.720) افغانۍ په قرارداد ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې څخه تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.