د پانګونې اسانتیا رئیس د روسیې هيواد پانګوالو سره وليدل
د پانګونې اسانتیا رئیس د روسیې هيواد پانګوالو سره وليدل
دوشنبه، جماديالأولی ۲۶مه / لړم ۲۶مه
د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیا خالد د روسیې هېواد له پانګوالو وېکتور او ولادیمیر سره په افغانستان کې د پانګونې په اړه خپل کاري دفتر کې وليدل.
په یاده ناسته کې روسي پانګوالو د افغانستان له امنیتي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د دوی شرکت په بېلابېلو سکتورونو کې فعالیت لري او افغانستان ته د راتګ اساسي هدف یې د معدنونو په برخه کې پانګونه ده.
د پانګونې اسانتيا رئيس روسي پانګوالو ته ښه راغلاست وويل او زیاته یې کړه چې افغانستان اوس خپلو اصیلو بچیانو ته په لاس ورغلی او د وطن په ښه خدمت يې لاس پورې کړی چې ښکاره مثالونه یې په هېواد کې د سلګونه زره روږدو درملنه، د سوالګرو راټولول، کابل کې ۳۵۰ پروژو او ټول هېواد کې د ۲۱۵۰ پروژو تطبيق دی.
همداراز یې د قوشتېپې او ټاپي ملي پروژو، د سالنګونو ترمیم او د کابل–کندهار لویې لارې جوړولو ته هم د ګډونوالو پام را واړوه او د ياد هېواد پانګوالو ته یې د هر راز همکارۍ د ډاډ ترڅنګ وویل چې د معدنونو لپاره ځانګړی طرزالعمل ترتیب شوی چې له مخې یې هر څوک کولی شي د دې طرزالعمل مطابق د معدنونو برخه کې پانګونه وکړي.