د چارو ادارې لوی رئیس؛ اسلامي امارت کې ټاکنې د اسلامي شریعت په رڼا کې تر سره کېږي

د چارو ادارې لوی رئیس؛ اسلامي امارت کې ټاکنې د اسلامي شریعت په رڼا کې تر سره کېږي

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس د اریانا افغان هوایي شرکت پخوانی رئیس قاري عبدالولي صدیقي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو.

دغه غونډه نن یکشنبه، ۱۴۴۷ هـ.ق، صفر المظفر۱۶مه/ د ۱۴۰۴ هـ.ش، زمري۱۹مه، د عامې روغتیا وزارت د غونډو تالار کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي، د عامې روغتیا نوي مالي او اداري مرستیال قاري عبدالولي صدیقي او یو شمېر نورو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: د اسلامي امارت په چوکاټ کې ټاکنې د اسلامي شریعت د اصولو او شرعي لارښوونو پر بنسټ ترسره کېږي. دغه بهیر د عدل، امانت، اهلیت او د امت د خیر پر معیارونو ولاړ وي؛ ترڅو د مسؤولیتونو لپاره هغه اشخاص وټاکل شي چې په دیني، علمي او اخلاقي معیارونو کې وړتیا ولري.

د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه: مسؤول باید ځان کې د دندې د ترسره کولو لپاره علمي، اخلاقي او عملي وړتیا رامنځته کړي؛ ځکه چې ورسپارل شوې دنده امانت ده او الله تعالی د امانت په ادا کولو ډېر تأکید کړی دی. د مسؤولیت سم ترسره کول نه یوازې د دیني وجیبو برخه ده، بلکې د ملت د خیر او اسلامي نظام د پیاوړتیا سبب هم ګرځي.

یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.