د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د رهبرۍ او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه څه باندې ۱۵۰ تنه فارغ شول
د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس مفتي شهزاد نور راشد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د بېلا بېلو څانګو د ۱۵۱ تنو رئیسانو، امرينو او کارکوونکو د رهبرۍ او مدیریت اساساتو د روزنيز پروګرام فراغت غونډه کې ګډون وکړ.
په دې مناسبت نن دوشنبه (ربیع الثاني ۲۶مه/لړم ۷مه) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د غونډو په تالار کې جوړه شوه وه، په کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مفتي شهزاد نور راشد وويل، له روزنيزو پروګرامونو څخه يې موخه د ملکي خدمتونو د مسؤولينو او کارکوونکو د ظرفيتونو لوړول دي.
د کابل ښاروالۍ کلتوري رئيس او د دغه روزنيز پروګرام ګډونوال قاري ولي ګل جواد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ وويل، که څه هم دغه روزنيزه دوره لنډ مهاله وه، خو د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري د روزنيزې دورې لپاره درسي مواد د ورځنيو اړتیاوو سره سم چمتو شوې وې.
د یادونې وړ ده چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له دې روزنیزې دورې څخه ۶۴ تنه د رهبرۍ او ۸۷ تنه د مدیریت د اساساتو له پروګرام څخه فارغ شول او تصديق پاڼې ورباندې ووېشل شوې.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.