د اجارې مزایدې خبرتیا

د اجارې مزایدې خبرتیا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د اجارې د مزایدې په دې پروسو کې ګډون وکړي او د پروژو شرطپاڼې په هارډ ډول سره د تدارکاتو ریاست د غیرمشورتي خدمتونو د تدارکاتو له امریت څخه تر لاسه کړي او خپل افرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم په تړلي شکل سره د اعلان له خپریدو تر افر پرانیستې ۱۴۰۵/۲/۱ نېټې پورې د چارو ادارې لوی ریاست د کابینې او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام ریاست ته تسلیم کړي.

د پروژې نوم: د جلال‌اباد ښار د معلم اول ګل (شېرزي) لوبغالي دننه ختیځ لوري ته پلې لار چې د بهسود پله د سړک په امتداد واقع ده.
د پروژې نوم: د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست اړوند په غزني ولایت کې د اسلامي ثقافت مرکز ۴۳ پارکونه.

د شرطپاڼې نرخ: ۱۰۰۰ افغانۍ.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست د کابینې او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام ریاست، مرمرینه ماڼۍ، کابل افغانستان.