د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس د جوزجان له علماوو، مخورو او ځوانانو سره وليدل
د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د جوزجان ولايت کابل ميشتو علماوو، مخورو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل.
یاده غونډه نن چهارشنبه (جمادي الاول ۱۸مه/لړم ۳۰مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو تالار کې جوړه شوې وه، پیل کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو مرستيال انجنیر نورمحمد حيدري د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل؛ د امير المؤمنين حفظه الله تعالی د حکم په اساس چې (د ولس غږ تر موږ پورې را ورسوئ) نو په همدې توګه تر اوسه په دې برخه کې له ولسي خلکو سره لسګونه غونډې شوي دي.
د جوزجان استازو د اجنډا له مخې په خپل نوبت خبرې وکړې او د دغه ولايت خلک یې د صنعت، کرنې او لاسي صنایعو برخه کې ماهر وبلل او په دې اړه يې د اسلامي امارت څخه د همکارۍ، خلکو ته د کار زمينې برابرولو غوښتنه وکړه او د قالينو د توليد په برخه کې يې خپلې طرحې او نظريات شريک کړل.
همدا راز يې زياته کړه چې د خلکو اقتصادي ودې په موخه بايد اسلامي امارت، ولس او خصوصي سکټور په ګډه کار وکړي او همدا راز يې د ماشیني قالینو د فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه وکړه او د دې ترڅنگ یې په فیض اباد کې د يوه کانال او سربند جوړولو وړانديز هم وکړ.
د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس ښاغلي ناصح د جوزجان استازو ستونزې، نظرونه او طرحې واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې د اسلامي امارت مسؤولين د ولس تر څنګ ولاړ دي، ستونزو ته به يې رسېدنه کوي او اړوندو مقاماتو سره به يې د حل په موخه شريکوي.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.