د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو تصدیق په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنیني او قضايي چارو رئیس مولوي محمد حنان حقاني په مشرۍ او د بهرنیو چارو، عدليې وزارتونو او د سترې محکمې د رئیس په ګډون د بهرنيو چاور وزارت له طرزالعمل څخه بهر د ۳۰ ډوله اسنادو د پېژندنې په اړه د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه چې نن دوشنبه (جمادي الثاني ۲۸مه / مرغومي ۱۰مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنیني او قضايي چارو رئیس په کې وویل د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان مطابق، امارتي ادارې مکلفې دي چې د خلکو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه چې وړاندیز شوي اسناد د هېواد د اوسېدونکو له اړتیاوو څخه دي او ښه ده چې تایید شي.

له بل لوري د بهرنیو چارو، عدلیې وزارتونو او سترې محکمې استازو په خپل وار د اسنادو تصدیق کولو اهمیت او د هغوی د پړاونو ترسره کولو په اړه يې معلومات وړاندې کړل او د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې د تصدیق پر اړتیا ټینګار وکړ.

په پای کې د بهرنیو چارو وزارت له طرزالعمل څخه بهر د (۳۰) ډوله اسنادو د تائید وړاندیز د کمیټې له خوا تصویب شو او پرېکړه وشوه چې د وزارت د اسنادو د تصديق طرزالعمل دې د اړوندو مراجعو له لارې شامل او د عاليقدر امیرالمؤمنین مقام ته دې د تائيد لپاره وړاندې شي.

دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.