د چارو ادارې لوی رئیس د ملي دفاع پوهنتون او ملي نظامي اکاډمۍ په اولسمه دوره فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه
د چارو ادارې لوی رئیس د ملي دفاع پوهنتون او ملي نظامي اکاډمۍ په اولسمه دوره فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه
د حضرت ابو عبيده بن جراح رضي الله عنه ملي دفاع پوهنتون او د حضـرت معاذ بن جبل رضي الله عنه ملي نظامي اکاډمۍ د ۱۷ دورې فراغت غونډه د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر نورو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.
۱۴۴۷ هـ.ق شعبان المعظم ۲۰مه/۱۴۰۴ هـ.ش د سلواغې ۱۹مه
د چارو ادارې لوی رئیس وویل: که افغان حکومتونو منظمه، غښتلې اردو درلودی او اردو تعهد اخلاص او احساس درلودی، د خپل هېواد خلاف به د يرغلګرو ځواکونو همکار او د هغوی د لاس اله نه ګرځېده.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: اسلامي امارت د پياوړي ملي پوځ جوړولو ته ژمن دی او د نورو برخو ترڅنګ دې برخې ته هم پوره پاملرنه شوې ده.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: د افغانستان سیاست کاذب نه دی، بلکې د اسلامي شریعت پر بنسټ ولاړ دی؛ افغانستان نه غواړي چاته زیان ورسوي او نه د چا زیان مني، خو که څوک بد نیت ورته ولري، نو بیا خپل پور چاته نه پرېږدي.
غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.