د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو مرستیال غزني ولایت ته سفر وکړ

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو مرستیال غزني ولایت ته سفر وکړ

یکشنبه، صفر المظفر: ۲/ ۱۴۴۷هـ.ق. زمري: ۵/ ۱۴۰۴ هـ ش.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال ښاغلي مفتي فرید احمد غزنوي او ورسره مل تخنیکي ټیم د غزني ولایت پوهنې او عامې روغتیا ریاستونو، همدغه راز د یاد ولایت ښاروالۍ کارکوونکو ته د ساده شویو اداري پروسو د نویو چمتو شویو لارښودونو د تشریح او توضیح په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

‏د سفر په ترڅ کې یې د غزني ولایت والي مولوي عبدالصمد جاوید د یاد ولایت ښاروال، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو رئیسانو سره وکتل.

مفتي فرید احمد غزنوي د پروسو د ساده کولو په هکله یادو مسؤولینو او کارکوونکو ته د نویو چمتو شویو طرحو ګټې او مراجعینو ته د رامنځته شویو اسانتیاوو په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل.

‏د غزني ولایت والي د یاد ټيم په سفر د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ یادې برنامې د دې ولایت کارکوونکو او ادارو ته ګټورې او اغیزناکه یادې کړي، د اداري پروسو له ساده کېدو یې خوښي و ښوده او زیاته یې کړه چې یاد ولایت کې به د ساده شویو پروسو طرحې په بشپړ ډول پلې کړې او له یادې برنامې یې پوره ملاتړ وکړ.

‏ دغه راز دې ولایت کې د حمایوي (اداري او خدماتي) پروسو د تثبیت او پیژندنې بهیر پیل، د لوړو زده کړو، کرنې او اوبو لګولو ریاستونو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند ولایتي څانګو کې د ساده شویو پروسو پلي کېدو څخه څارنه ترسره شوه.