6 زمری 1404
د کابينې درېیمه غونډه؛ د ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت او خلکو ته د سالمو اوبو رسولو په اړه بحث وشو

د کابينې درېیمه غونډه؛ د ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت او خلکو ته د سالمو اوبو رسولو په اړه بحث وشو
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې درېیمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ.ق کال د صفرالمظفر میاشتې په درېیمه او ۱۴۰۴هـ.ش کال د زمري په شپږمه نېټه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه په کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسائلو بحث او پرېکړې وشوې.
غونډه کې د هېواد په ټولو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت او خلکو ته د سالمو اوبو رسولو په اړه اړوندو ادارو ته لارښوونه وشوه چې په دوامداره توګه متوجې شي او په دې برخه کې اقدامات ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل څخه وروسته د خیر په دعاء پای ته ورسېده.