د چارو ادارې لوی رئیس؛ انساني قاچاق د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل دی

د چارو ادارې لوی رئیس؛ انساني قاچاق د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل دی

د انساني قاچاق د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۳مې ګڼې د ۱۴۴۶/۶/۹ نېټې فرمان په اړه ناسته ترسره شوه.

یاده غونډه (صفر ۲۳مه/زمري ۲۶مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې ترسره شوه، چې په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کار او ټولنیزو چارو، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست، د لوړو زده‌کړو وزارت استازو او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون درلود.

د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو، اطلاعات او کلتور، امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو، سرحدونو، اقوامو او قبایلو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونه مکلف دي؛ ترڅو د انساني قاچاق او ژوند په خطر کې اچولو او د بدو عواقبو په اړه د عامه پوهاوي اړوند لارې چارې جوړې او عملي کړي.

د چارو ادارې لوی رئیس وویل؛ انساني قاچاق یو شرمناک عمل او د بشریت پر ضد جرم ګڼل کېږي، دا نه یوازې غیر اسلامي بلکې غیر اخلاقي عمل دی، چې ټولنه باید د دې پدیدې څخه پاکه شي.

نوموړي د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۳م ګڼې فرمان د پلي کېدو په ناسته کې وویل؛ ټولې اړونده ادارې مکلفې دي چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره لازمې هڅې وکړي، خلکو ته د دې کړنو زیانونه ور وښايي او په ټولنه کې د پوهاوي کچه لوړه کړي.

یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.