شپږو امارتي وزارتونو او ادارو ته د خدماتي او اداري پروسو د پېژندنې په موخه تخنیکي ټیمونه ور وپېژندل شول

شپږو امارتي وزارتونو او ادارو ته د خدماتي او اداري پروسو د پېژندنې په موخه تخنیکي ټیمونه ور وپېژندل شول

یکشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق، صفرالمظفر ۱۶مه. د بېلابېلو لیدنو په ترڅ کې د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس ښاغلي بریالي ابدالي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهامت او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او همداراز د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست مالي او اداري مرستیالانو سره په بېلابېلو لیدنو کې د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیمونه ور وپېژندل.

دغه راز په یادو وزارتونو او ادارو کې د حمایوي (اداري او خدماتي) پروسو د اوسني بهیر تثبیت او پېژندنه رسماً پیل شوه.