د لومړۍ شمېرې د قرارداد د تعدیل خبرتیا
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب، تر دې وړاندې د پلخمري، نایب اباد او مزار شریف د سب سټېشنونو لپاره د ۲۲۰ کیلو ولټ سرکټ، بریکرونو او ټرانسفارمرونو د تدارک او عرضه کولو پروژه اعلان ته سپارلې وه چې د تشخیصيه شمیره NPD/DABS/ 1403/G-898/NCB وه، چې د داوطلبانو د غوښتنې له امله د ذکر شوې پروژې په مشخصاتو کې تعدیل راغلی.
داوطلبان کولی شي د قرارداد تعدیل لومړۍ شمېره د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه د قرارداد د شرایطو سره سم د لومړۍ شمېرې تعديل د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په سر تړلي ډول د ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د پلخمري، نایب اباد او مزار شریف سب سټیشنونو لپاره د 220 kV سرکټ بریکرونو او ټرانسفارمرونو د تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1403/G-898/NCB
د افرپرانيستې ناسته: ۱۴۰۳ لمريز کال د لړم ۲۲مه له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې.
پته: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.