د منحل شوو ادارو کارکوونکو ته د تقاعد پیسې ورکړل شوې

د منحل شوو ادارو کارکوونکو ته د تقاعد پیسې ورکړل شوې

د منحل او لغوه شویو ادارو او چارو ادارې لوی ریاست اړوند هغو غیر برحال کارکوونکو ته، چې له معاش څخه یې د تقاعد لپاره پیسې ګرځول شوې وې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۲ مې ګڼې فرمان له مخې د تقاعد پیسې ورکړل شوې.

د دغو کارکوونکو د تقاعد پیسې نن شنبه، د۱۴۴۷ هـ ق. صفر المظفر ۱۵مه/ د ۱۴۰۴ هـ ش. د زمري ۱۸مه، د چارو ادارې لوی ریاست مالي مرستیال فضل هادي حیدري او یو شمېر نورو مسؤولینو حضور کې ورکړل شوې.

د یادو کارکوونکو په ډله کې د پخواني پارلمان (ولسي جرګې او مشرانو جرګې)، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د ټاکنیزو شکاتوتو خپلواک کمېسیون، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټوټ، د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي ریاست او د سولې چارو وزارت هغه پخواني کارکوونکي شامل وو، چې له فتحې وروسته یې اسلامي امارت سره کار کړی وو.

د چارو ادارې د مالي ریاست د معاون فضل هادي حیدري په وینا؛ د ۷۹۶ تنو کارکوونکو د غوښتنو پر اساس محاسبه شوې تقاعدي پیسې، چې مجموعي ارزښت یې نږدې اووه نیم میلیونه افغانۍ کېږي، ورکړل شوې.