د چارو ادارې عمومي رئيس؛ پرمختللي لابراتوارونه د جرمونو په کشف کې مهم رول لري

د چارو ادارې عمومي رئيس؛ پرمختللي لابراتوارونه د جرمونو په کشف کې مهم رول لري

د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د کورنیو چارو وزارت، د کریمنال تخنیک ریاست اړوند د لابراتوارونو لوی مدیریت د بیولوژي او ډي ان اې لابراتوار
پرانیستغونډه کې ګډون او وینا وکړه.

۱۴۴۸هـ.ق کال محرم الحرام ۲۲مه/چنګاښ۱۶مه.
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل؛ د امنيت ټینګښت د نظامونو په لومړیتوبونو کې قرار لري. هغه امنيتي او عدلي ادارې به زياتې برلاسې او کاميابه وي چې د جرمونو د کشف، پېژندنې او تثبيت په رابطه یې تجربې او مهارتونه زيات او اړونده پرمختللو وسایلو ته لاسرسی ولري.

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور زیاته کړه؛ زموږ په زمانه کې جرمونه د نوعیت له پلوه پرمختللي او پېچلي دي، د رسيدګي په خاطر د نويو وسایلو او پرمختللو تکنالوژیو استفادې ته اړتيا ده.

د یادونې وړ ده چې د بیولوژي او ډي ان اې لابراتوار کې به د جنایي او عدلي تحقیقاتو چټکوالی، تر شک لاندې کسانو د ډي ان اې پروفایل پرتله، د پېښې ځای څخه د انساني هویت چټکه پېژندنه او نورو بېلابیلو برخو کې به اسانتیا رامنځته کړي، دا د نوعیت په لحاظ د اړونده ادارو نوښت او د ستاينې وړ اقدام دی. تمه شته چې د امنيت د ښه ټینګښت برخه کې به د اټکل مطابق د پام وړ مثبتې پايلې ولري.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.