د داوطلبۍ خبرتيا

د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې د مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي بڼه د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې د ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د ۱۳۴ قلمه توکو او د نوموړي کان د اړتيا وړ پرزې او د کان ۱۸ قلمه ماشين الاتو او تجهيزاتو د تدارک پروژه.
د داوطلبۍشمېره : NPD/NCE/1403/G-933/NCB/RE-BID
بانکي تضمين: 585,000 (پنځه سوه پنځه اتيا زره افغانۍ) او د بانکي تضمين لپاره دويم لاټ 470,000 ( څلورسوه اويا زره افغانۍ)
د افر پرانيستې ناسته: ۱۴۰۳ لمريز کال د ليندۍ په ۲۴مه 10:00 بجې.
داړيکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۲۷۴
برېښنا ليک : npd.bidding4@gmail.com
پته:د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.