د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس پنجشیر ولایت ته سفر وکړ

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس پنجشیر ولایت ته سفر وکړ
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس ښاغلي بریالي ابدالي او ورسره مل تخنیکي ټیم پنجشیر ولایت د پوهنې ریاست او پنجشیر ښاروالۍ کارکوونکو ته د ساده شویو اداري پروسو د چمتو شویو لارښودونو د تشریح او توضیح په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
د یاد سفر ترڅ کې یې د پنجشیر ولایت والي حافظ محمد اغا حکیم د یاد ولایت ښاروال او د پوهنې له رئیس سره وکتل.
ښاغلي بریالي ابدالي د یاد ولایت له والي سره لیدنه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د فعالیتونو او د یاد سفر په هکله معلومات ورکړل.
د پنجشیر ولایت والي د یاد ټيم په سفر د خوښي څرګندولو ترڅنګ یاده روزنیزه برنامه د دې ولایت د کارکوونکو او ادارو فعالیتونو ته ګټوره او اغیزناکه یاده کړه، د اداري پروسو له ساده کېدو یې خوښي وښوده او د حمایوي پروسو (تدارکاتو، مالي او کارکوونکو چارو) پروسو ستونزې یې له ښاغلي ابدالي سره شریکې او د یادو پروسو د ساده کولو غوښتنه یې وکړه او د ساده شویو پروسو د طرحو د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړ.
یاد ولایت کې د لوړو زده کړو، کرنې او اوبو لګولو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند ولایتي څانګو له مسؤولینو سره لیدنه او د ساده شویو پروسو له پلي کېدو څخه څارنه ترسره شوه.