د داوطلبۍ خبرتیا
د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست، د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت په استازیتوب له ټولو په شرایط برابرداوطلبانو څخه غوښتنه کوي ترڅو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې د مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي بڼه د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې د ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ۱۴۰۴ او ۱۴۰۵ کلونو لپاره د سلام شبکې سایټونو ته د اړتیا وړ د ډیزل تېلو تدارک (څلور لاټه).
د داوطلبۍ شمېره: NPD/AT/1403/G-971/NCB
بانکي تضمین: د شرطپاڼې له مخې دی.
د افر پرانيستې: ناسته: د ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومې ۵مه، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې.
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۲۷۴
برېښنالیک: npd.bidding3@gmail.com
پته:د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.