د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال ارزګان ولایت ته سفر وکړ

د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال ارزګان ولایت ته سفر وکړ
چهارشنبه، ۱۴۴۷ هـ.ق، صفر المظفر ۱۲مه/ ۱۴۰۴ هـ ش. زمري ۱۵مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال د ارزګان ولایت والي مولوي عنایت الله شجاع د یاد ولایت ښاروال، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو رئیسانو سره وکتل.
د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال مفتي فریداحمد غزنوي د تخنیکي ټیم په مشرۍ د ساده شویو اداري پروسو د نویو چمتو شویو لارښودونو د تشریح او توضیح په موخه ارزګان ولایت ته سفر وکړ.
د ارزګان ولایت والي د دې تخنیکي ټيم په سفر د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له یاد سمینار څخه پوره ملاتړ وکړ.
د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت د پوهنې او عامې روغتیا ریاستونو او همداراز د یاد ولایت ښاروالۍ کارکوونکو ته د مراجعین محوره ساده شویو اداري پروسو د بدیلو طرحو د تشریح او توضیح زدکړيیز سمینار پیل کړ.