د چارو ادارې لوی رئیس د میدان وردګو ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل

د چارو ادارې لوی رئیس د میدان وردګو ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل
چهارشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق، ربیعالاخر ۲۲مه/ ۱۴۰۴هـ.ش، تلې ۲۳مه.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمدرباني ناصح او د یاد ریاست مرستیال د میدان وردګو ولایت له علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه د یاد ریاست د غونډو په تالار کې ولیدل.
پیل کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور راغلو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل؛ د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست دا دنده او مکلفیت لري چې د خلکو ستونزې واوري، تر مسؤولینو یې ورسوي؛ ترڅو د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور زیاته کړه؛ اسلامي امارت په هره برخه کې پرمختګونه لري؛ له مسؤولینو سره خپلو ولسونو ته د اسانتیاوو برابرولو انګیزه شته، غوښتنې یې اورېدل کېږي او له هغو سره سم ګام پورته کېږي.
ورپسې راغلو قومي مشرانو، د پخو سړکونو نشتون، پلونو او پلچکونو، سړو خونو، برېښنا، د اوبو بندونو نشتون، معیاري ښوونځیو، روغتونونو، د کانونو استخراج، د ځوانانو بېکاري، د جامع جوماتونو کموالی، د جلریز ولسوالۍ ودانۍ جوړول، د چک ولسوالۍ بند کاسې پاکول او بیرته فعالول، د خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره د مناسب بازار او د نرخ او سیداباد ولسوالۍ جغرافیایي جوړښت او نفوس ته په کتو په دوه ګونو واحدونو وېشل له خپلو لومړنیو او بنسټیزو ستونزو څخه یاد کړل.
د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د ګډونوالو ستونزې او غوښتنې واورېدې، ډاډ یې ورکړ چې ستونزو ته به یې رسېدنه وشي او د حل په موخه به یې له اړوندو مسؤولینو سره شریکې کړي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.