د کابل ښار د اوبو کمښت ستونزې حل په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ ناسته ترسره شوه

د کابل ښار د اوبو کمښت ستونزې حل په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ ناسته ترسره شوه

د چارو ادارې عمومي ریاست د غونډو په تالار کې د عامه اقتصاد او زیربناوو رئیس، مفتي شمس‌الرحمن په مشرۍ او د اوبو او انرژۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کانونو او پټرولیم، عدلیې او
کورنیو چارو وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ادارې او کابل ښاروالۍ د استازو په ګډون د کابل ښار د اوبو کمښت ستونزې ته د رسېدلو په موخه غونډه ترسره شوه.

۱۴۴۸هـ.ق، ربیع‌الاول ۳۰مه/۱۴۰۵هـ.ش، وږي ۲۲مه.
یاده ناسته د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء محترم مقام د (۵۰) ګڼې حکم او د وزیرانو شوراء د (۷) ګڼې مصوبې د تطبیق په موخه جوړه شوې وه.

ناسته کې د کابل ښار د اوبو کمښت ستونزې د حل، په ځانګړي ډول د حشمت خان ډنډ ساتل شوې سیمې او ارغندۍ ګودالونو په اړه د اړوندو ادارو د ترسره شویو اجراآتو، پرمختګونو، شته ستونزو او خنډونو په اړه بحث ترسره او معلومات شریک شول.

همدارنګه، د یادو سیمو د وضعیت ارزونې، د اوبو د مسیرونو تنظیم، د ملکیتونو تثبیت او د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي په اړه د اړوندو ادارو د اقداماتو او مسؤولیتونو په تړاو هم خبرې وشوې.

د ناستې په پای کې د عامه اقتصاد او زېربناوو رئیس د اړوندو ادارو ترسره شوې کړنې او پرمختګونه وستایل، د شته ستونزو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې او د کابل ښار د اوبو کمښت ستونزې ته د رسېدلو په موخه یې د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او ګډو اقداماتو پر دوام ټینګار وکړ.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.