د کابینې شپږمه غونډه؛ د اندخوی، شبرغان د اوسپنې پټلۍ پروژې درېیم فاز د استملاک او ښاري نقشو د ویزو تخفیف په اړه بحث او پریکړې وشوې

د کابینې شپږمه غونډه؛ د اندخوی، شبرغان د اوسپنې پټلۍ پروژې درېیم فاز د استملاک او ښاري نقشو د ویزو تخفیف په اړه بحث او پریکړې وشوې

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپږمه غونډه نن دوشنبه ( ۱۴۴۷ کال د ربیع الاول ۱۵ مه، د ۱۴۰۴ د سنبلې (وږي) ۱۷مه) د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ تر سره شوه.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه پکې د هېواد په لوړو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او پریکړې وشوې.

غونډه کې د تولګټو وزارت له لوري د اندخوی-شبرغان د اوسپنې پټلۍ پروژې د درېیم فاز د استملاک غوښتنه تائید شوه او هېواد کې د پټلۍ برخه کې یو ښه پرمختګ وبلل شو.

همدا راز د کور او ښار جوړولو وزارت د نقشو او ویزو فیس امارتي ادارو ته په پنځوس سلنه تخفیف تائید شو چې په دې سره به کارونو کې ګړندیتوب رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث وروسته د خیر په دعاء پای ته ورسېده. ‎