د چارو ادارې لوی رئیس: هېواد د پرمختګ په حال کې دی

د چارو ادارې لوی رئیس: هېواد د پرمختګ په حال کې دی

د افغانستان د ۲۲۰-۵۰۰ کیلو ولټه لیږدیزو مزو د شبکو او سب سټېشنونو جوړولو او پراختيا پروژې د بنسټ ایښودنې مراسم ترسره شول.

یکشنبه، ربیع الاول ۱۴مه/وږي ۱۶مه.
دا کنفرانس نن د کابل انټر کانټیننټال هوټل تالار کې، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د امارتي شرکتونو لوی رئیس احمد جان بلال، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر، داخلي او بهرنيو پانګوالو او یو شمېر نورو مسؤولینو په ګډون ترسره شو.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ له نېکه‌مرغه اوس هېواد کې خپلسري او زور واکي له منځه تللې، د یو قانونمند او متعهد نظام تر چتر لاندې ډاډمن امنیت رامنځته شوی، چی له دې حقیقت څخه هېڅ د انصاف څښتن انکار نه شي کولای، د پانګونې اړوند ټولې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

نوموړي وویل؛ داخلي او بهرني پانګوال کولی شي پانګونه وکړي، اړونده ادارو کې ټینګ هوډ موجود دی؛ ترڅو پانګوالو ته چې څومره ژر کیدای شي اسانتیاوې او مناسب فرصتونه رامنځته کړي.

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور زیاته کړه؛ د اسلامي امارت مسؤولین هڅه کوي؛ چې افغانستان د وارداتي پرځای پر صادراتي هېواد بدل کړي او وکولای شو د محصولاتو او تولیداتو له پلوه هم په کور دننه بسیا شو.