د داوطلبۍ خبرتیا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي؛ علاقهمندان کولای شي د شرطپاڼې اړوند سافټ کاپي د یو فلشډسک له لارې د تدارکاتو ریاست څخه، یا د چارو ادارې لوی ریاست له وېبسایټ څخه ترلاسه کړي خپل وړاندیزونه باید د شرطنامې له شرایطو او د تدارکاتي اصولو او طرزالعمل سره سم، د اعلان له خپرېدو څخه تر افر پرانېستې پورې د چارو ادارې لوی ریاست، تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی ریاست، د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ته د فایروال فورټیګیټ لایسنس خدمتونو برابرول
د داوطلبۍ شمېره: AOP/S/001/1404/NCB
بانکي تضمین: (۷۶۶۵۰) شپږ اویا زره، شپږ سوه او پنځوس افغانۍ
د افر پرانېستې غونډه: د ۱۴۰۴/۰۳/۴ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۷۹۵
پته: د چارو ادارې لوی ریاست تدارکاتو ریاست د کانونو وزارت پخوانۍ ودانۍ
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.