د چارو ادارې لوی رئیس د صادراتو ملي ورځې لمانځغونډه کې ګډون وکړ

د چارو ادارې لوی رئیس د صادراتو ملي ورځې لمانځغونډه کې ګډون وکړ
صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د ثور شلمې، د صادراتو ملي ورځې په مناسبت، د غوره صادرونکو د ستاینې غونډه ترسره شوه.
دا غونډه نن پنجشنبه (محرم الحرام ۱۴مه/چنګاښ ۱۹مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت د غونډو په تالار کې، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي او یو شمېر نورو مسؤولینو په ګډون ترسره شو.
غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ افغانستان، چې تر ډېره وارداتي هېواد پاتې شوی و، اوس په تدریجي ډول د خودکفایي پر لور روان دی. د اسلامي امارت هڅې، د پانګوالو پانګونه او د خلکو ملاتړ دا تمه را ژوندۍ کړې چې ډېر ژر به خپلې اساسي اړتیاوې له داخلي تولیداتو پوره کړو.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ د افغانستان طبیعي زېرمو او ځمکنۍ شتمنیو ته په پام سره یو له غني هېوادونو څخه دی. نن موږ نه یوازې ځینې برخې په خپله تمویلوو، بلکې یو شمېر توکي نورو هېوادونو ته هم صادروو. دا پرمختګ د هېواد د اقتصادي ودې ښکارندویي کوي.
نوموړي زیاته کړه؛ د افغانستان د بیا ودانولو او اقتصادي ثبات لپاره د اسلامي امارت مسؤولین، پانګوال او عام ولس په ګډه هڅه کوي. دا ملي یووالی به هېواد د پرمختګ، خودکفایي او روښانه راتلونکي پر لور رهبري کړي.
غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.