د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت له رئیس سره وکتل
د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس د لاسي صنایعو پراختیا امارتي شرکت رئیس سره وکتل
د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس، د یاد ریاست د تخنیکي پلاوي په ملتیا د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت دفتر کې د یاد شرکت له رئیس، مولوي محمد ابراهیم نبیل او خصوصي سکټور استازو سره د یاد شرکت د چارو غوره والي، پراختیایي پلان او شته ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه.
محرم الحرام ۱۵مه / چنګاښ ۱۰مه
د غونډې پیل کې د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت رئیس د لاسي صنایعو د ودې او پراختیا په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل، چې پکې د لاسي صنایعو لپاره د معیاري کمپلکس جوړول، د ښځینه صنعتکارانو لپاره ځانګړی باغ رامنځته کول، د قالینو د پشم پروسس لپاره مناسب ماشینونه برابرول، د څرمنو پروسس برخه کې کورنۍ پانګونې جلبول او د کابل ـ مسکو ترمنځ د لاسي صنایعو ځانګړې مغازې جوړول شامل وو.
مفتي عبدالواحد عثماني، د یاد شرکت رئیس او خصوصي سکټور استازو د وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل چې د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست له لوري ترتیب کېدونکي پراختیایي پلان کې به ستاسو ټول وړاندیزونه ځای پر ځای شي؛ ترڅو د یاد شرکت تولیداتو کيفيت غوره او له نړیوال سټنډرډ سره برابر شي.
د غونډې پای کې د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس د لاسي صنایعو له بېلابېلو مغازو څخه لیدنه وکړه او صنعتکارانو سره یې د تولیداتو د پراختیا او کیفیت لوړونې په اړه خپلې سپارښتنې او نظریات شریک کړل.