د سرکونو په حريمونو کې د ودانيزو چارو مخنيوي په اړه د اقداماتو سپارښتنه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست په ټول هېواد کې له ښاریانو غوښتي چې د ښاري سرکونو په حریمونو کې دې ودانيزي چارې نه ترسره کوي.
د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رياست له لوري په خپاره شوي مکتوب کې راغلي چې د هېواد ډېرو سيمو په غير پلاني توګه وده کړې ده چې دغې چارې ښاروالۍ د ښاري پلانونو د پلې کېدو په برخه کې له ګڼو تخنيکي او حقوقي ننګونو سره مخ کړې ده.
په مکتوب کې له ښاريانو غوښتل شوي دي چې د دې لپاره چې ستونزې لا پسې زياتې نشي، د ولايتونو مرکزي او ولسواليو ښارواليو ته لارښوونه شوې چې په عام المنفعه سيمو او د ښاري سرکونو په حريمونو کې د هر ډول ودانيزو چارو د مخنيوي په تړاو په دوامداره توګه کړنې ترسره کړي.
همدا راز ولايتي او د ولسواليو ښارواليو ته دنده سپارل شوې ده چې د خپلسرو ودانيزو چارو د مخنيوي په موخه دې د جوماتونو د ملا امامانو او ګذر وکيلانو په مرسته ولس خبر کړي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې سرکونه په مجموعي توګه د پلنوالي په حساب ۱۰۰ متره حريم لري چې د سرک له منځ څخه اندازه کيږي او دواړو لوريو ته ۵۰-۵۰ متره پلنوالی او ساحه لري.

د دغه وزارت له لوري په يوې خپرې شوې خبرتيا کې ويل شوي دي چې د سرک ټاکل شوې اندازه د سرک د ځمکې برخه ګڼل کيږي، چې د سرکونو ترڅنګ د سرک د ځمکې په حدود کې تصرف او ابادي کول غير قانوني کړنه ده او په دې حدود کې شوې ابادي ويجاړيږي.