د داوطلبۍ خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د امارتي شرکتونو عمومي رياست د شمال ډبرو سکرو اماراتي شرکت، په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ډبرو سکرو امارتي شرکت له لوري اته ډوله ټرانسپورتي وسايلو د تدارک پروژه (دوه لاټه).
د داوطلبۍ شمېره: NPD/SOCGD/NCEC/1403/G-920/NCB/Rebid
بانکي تضمين: د شرطپاڼې مطابق دی.
د افر پرانيستې ناسته: ۱۴۰۳ لمريز کال د لړم ۷ مه له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۲۷۴
برېښناليک: npd.bidding2@gmail.com
پته:د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.