د داوطلبۍ خبرتیا

د داوطلبۍ خبرتیا
د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي. خپل وړاندیزونه باید د شرطنامې شرایطو او تدارکاتي اصولو او طرزالعمل سره سم، د اعلان له خپرېدو څخه تر افر پرانېستې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته په سرتړلي شکل وسپاري.
د پروژې نوم: د اعتبار سړک د ودانۍ پراختیا، چې د دارالامان قصر له څلور لارې څخه د ګلباغ پل په لور د کابل-لوګر سړک پورې، د چهل دختران په سیمه کې (درېیم لاټ) ترسره کېږي.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/KM/1404/NCB/W-208/Rebid
بانکي تضمین: 6,500,000 شپږ میلیونه او پنځه سوه زره افغانۍ
د افر پرانېستې غونډه: د ۱۴۰۴/۳/۶ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۲۷۴
برېښنالیک پته: npd.bidding2@gmail.com
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ترڅنګ، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنېټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.