29 سلواغه 1403
کندهار ښار په څوارلسمه ناحيه کې د يو سرک د جوړولو چارې پيل شوې

کندهار ښاروالۍ د خپلو پراختيايي کارونو په لړ کې دا ځل د ښار په ۱۴ ناحيه کې د يو سرک د اساسي جوړولو چارې پيل کړې.
دا سرک چې د مېوو شرکت عمومي سرک د ميرويس نيکه ليسې له عمومي سرک سره نښلوي، شاوخوا ۷۰۰ متره اوږدوالی او ۱۴ متره پلنوالی لري، چې د يوې مياشتې په موده کې به بشبړ شي.
په دغه رغنيزه پروژه کې د سيمې يو شمېر خلکو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده او د سيمې خلک د ياد سرک جوړولو له امله خوښ دي او د کندهار ښاروالۍ يې غوښتي چې د ښار د لا پراختيا او ابادۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.